کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې تېر کال ۵۸ زره کیلو ګرامه شات تولید شوي

5 ثور 1402 ساعت 11:14

د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په ۱۴۰۱ کال کې ۵۸ زره کیلو ګرامه شات تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن آوا ته وویل چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې مو ۳۷۵۰۰ کیلو ګرامه شات تولید کړي وو او په ۱۴۰۱ کال کې د شاتو حاصلات ۵۸ کیلوګرامو ته رسیدلي چې ۳۵٪ زیاتوالي شيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال د دغه ولايت شات له چهاردرې، امام صاحب او خان ​​اباد ولسواليو څخه توليد شوي وو.
 
هغه زياته کړه، تېر کال د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د شاتو د توليدوونکو لپاره د کرنې رياست او همکارو بنسټونو تخنيکي لارښوونې او مرسته وه.
 
د کندز شات لوړ کیفیت لري او ښه کورني او بهرني بازار لري.
 


د مطلب کود: 268917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268917/په-کندز-کې-تېر-کال-۵۸-زره-کیلو-ګرامه-شات-تولید-شوي

آوا
  https://www.avapress.com