کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

توماس ویسټ د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

5 ثور 1402 ساعت 9:28

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ناروې د کډوالو د شورا له مشر سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: توماس ویسټ نن سهار د دغې غونډې یو عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې ده له باجان انگلند سره په دې اړه خبرې کړي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو بشري اړتیاوې څنګه حل کړي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په دغه سازمان کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز بشري مرستو ته د افغانانو لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل د بشري حقونو له بنسټونو، د نړۍ له هېوادونو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه لکه څنګه چې دي، وڅېړي او انعکاس ورکړي.
 


د مطلب کود: 268900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268900/توماس-ویسټ-د-ناروې-کډوالو-شورا-له-مشر-سره-افغانستان-په-اړه-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com