کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیوزیلنډ کې د ۷.۳ درجې له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری

4 ثور 1402 ساعت 12:34

په نیوزیلینډ کې د ریختر په کچه د ۷.۳ درجې له زلزلې وروسته د دغه هیواد چارواکو د سونامي خبرداری ورکړ.


آوا: په نیوزیلنډ کې د ریښتر په کچه د ۷.۳ درجې له زلزلې وروسته د دغه هېواد چارواکو د سونامي خبرداری ورکړی.
 
د امریکا د زلزلې ملي مرکز د دغې زلزلې مرکز د نیوزیلنډ له اوکلنډ څخه ۱۴۰۰ کیلومتره لرې اعلان کړی دی.
 
دغه زلزله چې د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په ۴:۱۱ بجو وشوه، د سونامي له وېرې د نوي زیلاند د شمالي سیمو لویې برخې د وتلو لامل شوې دي.
 
د نیوزیلینډ د ملکي دفاع چارواکو په وینا خلک باید سمدستي ساحل ته نږدې ټولې سیمې وباسي چیرې چې زلزله د یوې دقیقې څخه ډیر یا دومره قوي احساس شوې چې ودریدل یې ستونزمن کړي.
 
دغه سازمان اعلان وکړ چې خلک باید له سمندر او سیندونو څخه لیرې پاتې شي.
 
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
نیوزیلنډ په آرام سمندر کې د "رنګ آف فائر" په سیمه کې موقعیت لري، چې تل زورورې زلزلې تجربه کوي.
 


د مطلب کود: 268874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268874/په-نیوزیلنډ-کې-د-۷-۳-درجې-له-زلزلې-وروسته-سونامي-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com