کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اختر په ورځو کې د افغان سیر له خوا شپږ کروز کښتۍ پارون نورستان ته انتقال شوې

3 ثور 1402 ساعت 10:10

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د افغان ټور د مدیریت له خوا د دغه ولایت مرکز پارون بند ته د سیلانیانو د ساتیرۍ په موخه شپږ نفري کښتۍ لېږدول شوې دي.


آوا - کابل: که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د اختر په ورځو کې یادې کښتۍ ترتیب او استول شوې دي، خو نورستان د هېواد یو له هغو تفریحي ولایتونو څخه دی چې له دغو کښتیو څخه د نورو سیاحانو لپاره کار اخلي.
 
خو اوس مهال د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغه کښتۍ د اختر په ورځو کې د سیلانیانو لپاره په بند کې پاتې کېږي.
 
نورستان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ښکلې او په زړه پورې طبیعي منظرې لري او د افغانستان یو له تفریحي ځایونو څخه ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 268835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268835/د-اختر-په-ورځو-کې-افغان-سیر-له-خوا-شپږ-کروز-کښتۍ-پارون-نورستان-ته-انتقال-شوې

آوا
  https://www.avapress.com