آوا: د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ وویل چې مسکو په دې باور دی چې پر روسیې بندیزونه د نړۍ اقتصاد ته زیان رسولی شي او یو نوی بحران رامنځ ته کولای شي.
د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، پیسکوف وویل: پر مسکو بندیزونه او په دې برخه کې د بروکسل او واشنګټن احتمالي پریکړې د نړۍ اقتصاد ته سخت زیان رسولی شي.
په همدې حال کې د روسیې د مرکزي بانک مشرې ایلویرا نبیولینا د چهارشنبې په ورځ د پارلمان په یوه غونډه کې وویل: د دغه هیواد اقتصاد د بندیزونو په وړاندې لوړ مقاومت ښودلی او له بې ساري فشارونو سره مخ شوی دی.
الویرا نبیولینا زیاته کړه: د فشار کچه چې روسیه تیر کال ورسره مخ وه دومره لوړه وه چې هیڅوک یې وړاندوینه او چمتووالی نه درلود.
په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴)، متحده ایالاتو، بریتانیا او د هغوی متحدینو د روسیې پر ضد ډېر بندیزونه او فشارونه زیات کړي دي. یو عمل چې البته د مسکو غبرګون یې راپارولی دی.