کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ په ډاډمنه فضا کې تېره شوه/ د پوستو زیاتوالی او د اسلامي امارت د ځواکونو چمتووالی

2 ثور 1402 ساعت 11:03

د کابل ښاریان وايي چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې په ډاډمنه فضا کې تېره کړه. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امنیت د تامین لپاره د پوستو د زیاتوالي او د اسلامي امارت د ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اختر لومړۍ ورځ یې په ډاډمنه فضا کې تېره کړه. د کابل اوسېدونکی نوراغا وايي: "موږ له شته امنیت خوښ یو او دوی ته دعا کوو."
 
د کابل يو بل اوسېدونکی "شير اغا" وايي: "د امنيتي ځواکونو تعامل ښه دی او امنيت برابر شوی دی."
 
خو د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي د لا زیاتو امنیتي تدابیرو غوښتونکي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي، امنیتي ځواکونه به هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د اختر په ورځو کې امنیت ګډوډ کړي.
 
هغه وايي: "موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې ستاسو امنيتي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي ترڅو د ډاډمن چاپېريال رامنځته کړي."
 
د ځانګړو امنیتي ځواکونو قومندان ضیا الله هم ټینګار وکړ: "موږ د هېواد د امنیت او سولې په موخه راغلي یو، څو هېوادوال په سوله کې اختر ولمانځي."


د مطلب کود: 268812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268812/په-کابل-کې-د-کوچني-اختر-لومړۍ-ورځ-ډاډمنه-فضا-تېره-شوه-پوستو-زیاتوالی-او-اسلامي-امارت-ځواکونو-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com