کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان له افغانستان سره ۱۸۵ ټنه خام مواد مرسته وکړه

1 ثور 1402 ساعت 11:54

ازبکستان د کوچني اختر په مناسبت له افغانستان سره ۱۸۵ ټنه خام مواد مرسته وکړه. دغه مرستې وړمه ورځ د هرات په بندر کې د اسلامي امارت مسؤلینو ته وسپارل شوې.


آوا - مزارشریف: د ازبکستان د مرستو دغه بسته پرون (چهارشنبه) د هرات په بندر کې د ازبکستان د استازي له خوا د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.
 
دغه بار چې اوړه، غوړي، غنم، د کب غوښه او اسمان په کې شامل دي، په اتو موټرو کې افغانستان ته را رسېدلي دي.
 
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د دغې مرستې د سپارلو پر مهال وویل چې دغه مرسته د کوچني اختر په مناسبت افغانستان ته استول شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ له قزاقستان څخه د ۸۱ واګونونو په حجم سره یوه مرستندویه کښتۍ بندر حیرتان ته ورسېده.


د مطلب کود: 268795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268795/ازبکستان-له-افغانستان-سره-۱۸۵-ټنه-خام-مواد-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com