کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي

31 حمل 1402 ساعت 10:59

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې به د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ټولو اسانتیاوو سره به خدمات وړاندې کړي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پرون چهارشنبه (حمل ۳۰) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
 
یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ځینو محدودیتونو سره سره، یونیسف ژمن دی چې په خپلو ټولو اسانتیاوو سره پاتې شي او خدمات وړاندې کړي.
 
دغې ادارې زیاته کړې چې تر اویا کلونو پورې به په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
 
د یونیسف په وینا په افغانستان کې پنځلس میلیونه ماشومان شته چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د افغان مېرمنو پر کار کولو له بندیز وروسته خبرداری ورکړی چې نارینه د ښځو ځای نه شي نیولی.
 
د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، که په افغانستان کې د دې موسسې پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لیرې نه شي، اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې د مرستو رسولو وړتیا به اغېزمنه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار او تعلیم خلاف کار نه دی.
 


د مطلب کود: 268740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268740/یونیسف-په-افغانستان-کې-خپلو-مرستو-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com