کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ولایت والي:

د اختر په ورځو کې باید د پلازمینې ښاریانو امنیت لا ښه شي

29 حمل 1402 ساعت 14:41

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل له امنیتي او ترافیکي چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت د ښاریانو د امنیت او د ښاري نظم ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.


آوا - کابل: د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، حمل ۲۹) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې شیخ محمد قاسم خالد د کابل امنیه قوماندان، د استخباراتو او مرکزي اردو له استازو سره په کتنه کې قول اردو او د ترافيکو رييس د کابل ښاريانو امنيت او د ښاري نظم ټينګښت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
د کابل والي امنيتي او ترافيکو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په ورځو کې د خپلو هېوادوالو په ځانګړې توګه د کابل ښاريانو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې ښاري نظم ګډوډ شي.
 


د مطلب کود: 268639

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/268639/د-اختر-په-ورځو-کې-باید-پلازمینې-ښاریانو-امنیت-لا-ښه-شي

آوا
  https://www.avapress.net