کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بروکسل، سټاکهولم او تایلنډ کې د قدس د ورځې لمانځنه

29 حمل 1402 ساعت 9:34

د قدس د ورځې مراسم د بلجیم په پلازمینه بروکسل، د سویډن سټاکهولم او په تایلینډ کې هم د فلسطین د پلویانو په پراخ حضور سره ترسره شول او په دې مراسمو کې حاضرو کسانو له فلسطیني ملت سره خپل ملاتړ اعلان کړ.


آوا: د قدس د ورځې مراسم د نورې نړۍ سره یو ځای د بلجیم په پلازمینه بروکسل، د سویډن په پلازمینه ستاکهولم او په تایلینډ کې هم د فلسطینیانو په پراخ شتون سره ترسره شول.
 
په بروکسل کښې خلقو د پلاکارډونو او بینرونو په وړلو سره د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ وکړ او د صهیونیسټانو جنایتونه یې وغندل.
 
په عین حال کښې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کښې د صهیونیسټانو د سفارت مخې ته مظاهره وشوه او مظاهره چیانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ شعارونه ورکول او له صهیونیسټی نیواک سره یې خپل مخالفت اعلان کړ.
 
د تایلینډ یو زیات شمیر خلکو هم په مظاهرو سره د قدس ورځ ولمانځله او د فلسطین له مظلوم ملت سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.
 


د مطلب کود: 268604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268604/په-بروکسل-سټاکهولم-او-تایلنډ-کې-د-قدس-ورځې-لمانځنه

آوا
  https://www.avapress.com