کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له دې وروسته، د ۲۰۰۵ ماډل موټرونه او پورته باید د ټرافيکي سیسټم سره سم هیواد ته داخل شي

28 حمل 1402 ساعت 14:18

د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې به دغه موټر د ترافیکي سیستم له مخې په قانوني ډول هېواد ته وارد شي.


آوا - کابل: مالیې وزارت نن دوشنبه د حمل ۲۸ مه په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې له دې وروسته هېوادوال کولای شي یوازې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې موټر وارد کړي.
 
مالیې وزارت زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د اقتصادي کمېسیون له تصویب او د کابینې له تصویب وروسته شوې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې وارد شوي موټر باید د افغانستان له ترافیکي سیستم سره سم وي او په قانوني ډول هېواد ته وارد شي.
 
د دې وزارت په وینا، د ۲۰۰۵ او لاندې ماډلونو واردول منع دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن سبا په هېواد کې له ټيټ ماډل موټرو څخه ډېر کار اخیستل کېږي، چې ډېری وخت لوګي خپروي او د هوا د ککړتیا یو له عاملونو څخه ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 268584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268584/له-دې-وروسته-د-۲۰۰۵-ماډل-موټرونه-او-پورته-باید-ټرافيکي-سیسټم-سره-سم-هیواد-ته-داخل-شي

آوا
  https://www.avapress.com