د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د یوې کورنۍ څلور غړي د فیض آباد په کوکچه سیند کې غرق شوي، چې دوه یې ژغورل شوي، خو د دوو نورو جسدونه لا نه دي موندل شوي.
د بدخشان د يوې کورنۍ دوه غړي په کوکچه سیند کې ډوب شول
26 حمل 1402 ساعت 14:08
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د یوې کورنۍ څلور غړي د فیض آباد په کوکچه سیند کې غرق شوي، چې دوه یې ژغورل شوي، خو د دوو نورو جسدونه لا نه دي موندل شوي.
آوا: د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد کامګار آوا ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز فیض آباد ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يو ماشوم سمندر ته ولوېد، چې مور او دوو خويندو يې د ژغورلو په موخه ځانونه سمندر ته وغورځول.
کامګار زياته کړه، چې د دې کورنۍ دوه تنکي نجونې د خلکو له خوا ژغورل شوې، خو د ماشوم او مور مړي تر اوسه نه دي موندل شوي او هڅې روانې دي.
د مطلب کود: 268474