د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي، تېر کال یې په هېواد کې ټولو هغو بهرنیو بنسټونو او موسسو ته چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي، مالیه معاف کړې ده.
مالیې وزارت:
مرستندویه بنسټونو ته د مالیې د معافیت له امله شاوخوا درې میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړل شوي
26 حمل 1402 ساعت 13:06
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي، تېر کال یې په هېواد کې ټولو هغو بهرنیو بنسټونو او موسسو ته چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي، مالیه معاف کړې ده.
آوا: د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې: په افغانستان کې میشت ۵۲۰ بهرني بنسټونه او موسسې چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د بشري مرستو په برخه کې فعالې دي؛ د مالیې معافیت ورکړل شوی او د دې مالیې معافیت له امله د مالیې وزارت شاوخوا درې میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه وزارت په افغانستان کې میشتو بهرنیو بنسټونو ته د بشري فعالیتونو په برخه کې د پام وړ مالیاتي اسانتیاوې رامنځته کړي او د بشري مرستو د لېږد او عادلانه وېش په برخه کې له یادو بنسټونو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی.
د مطلب کود: 268464