کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سمرقند غونډې په څنډه کې د ایران او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل

25 حمل 1402 ساعت 12:30

د اسلامی امارت دبهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې دبهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران او چین له خارجه وزیرانو سره وکتل .


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټویټ کې ویلی، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی نن پنجشنبه د حمل په ۲۴ مه د سمرقند غونډې په څنډه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ترسره شو. د افغانستان په اړه غونډه هغه د ایران او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
 
هغه زیاته کړه، د ایران او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې.
 
د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ورځنۍ غونډه پرون په سمرقند کې جوړه شوه.


د مطلب کود: 268417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268417/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-سمرقند-غونډې-په-څنډه-کې-ایران-او-چین-له-وزیرانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com