کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته د امریکا د ویزو د نه ورکولو په اړه د ملګرو ملتونو غبرګون

24 حمل 1402 ساعت 10:45

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته د امریکا د ویزې د نه ورکولو له اقدام وروسته، د دغه سازمان ویاند له واشنګټنه وغوښتل چې د کوربه هېواد په توګه دې خپل مسوولیتونه پوره کړي.


آوا: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ (حمل ۲۳) په سیمه ییز وخت د خبریالانو په یوه ډله کې د روسیې د هغې اعلامیې په اړه چې د دغه هېواد د پلاوي په مشري د سرګي لاوروف تر اوسه د امریکا ویزې نه دي ترلاسه کړي.
 
دوجاریک وویل: موږ غواړو چې د ملګرو ملتونو کوربه هیواد په بشپړه توګه خپل مسؤلیتونه ترسره کړي. په تیرو وختونو کې هم د روسیې د پلاويو د ویزو په اړه ستونزې شتون درلود او موږ دا مسئلې مستقیم له کوربه هیواد سره راپورته کړې دي.
 
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د کرملین ویاند دیمیتری پیسکوف د چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل: د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف په مشرۍ د روسیې پلاوی ته د ویزې د نه ورکولو په هکله، کرملین د امریکې اقدام ګڼی.
 
هغه وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا د کوربه په توګه امریکا باید د نورو هیوادونو په وړاندې خپل مکلفیتونه پوره کړی.
 
روسیه د روانې میاشتې (اپریل) په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره مشره ده او د همدې له مخې ټاکل شوې وه چې لاوروف د اپرېل په ۲۴-۲۵ د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 268373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268373/د-روسیې-بهرنیو-چارو-وزیر-ته-امریکا-ویزو-نه-ورکولو-په-اړه-ملګرو-ملتونو-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com