د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اګادا سره په لیدنه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر:
د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي
24 حمل 1402 ساعت 9:42
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اګادا سره په لیدنه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي.
آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه (حمل ۲۳) دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اګادا سره کتلي.
ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او سياسي وضعيت خبرې وشوې.
د جاپان سفير په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له بېلابېلو نظرونو سره سره هېواد يې له افغان چارواکو سره د خبرو اترو پلوى دى.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان وضعیت مثبت وباله او زیاته یې کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو په اړه رښتیني واوسي، ترڅو د همکارۍ او همغږۍ فضا رامنځته شي او پرمختګ او تعامل رامنځته شي.
د مطلب کود: 268354