کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د مخابراتو او ټکنالوژۍ په سکتور کې د پانګونې ملاتړ کوي

22 حمل 1402 ساعت 10:21

د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال د مخابراتي شرکت (MTN) له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ په دې اړه خبر خپور کړ: د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د مخابراتو او اطلاعاتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني او د MTN مخابراتي شرکت مسوولینو هم حضور درلود، لیدنه وکړه.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د MK او MTN ګروپ عمومي مدير اعظم ميقاتي او په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د دغې ډلې مرستيال اسماعيل جارودي د دندو په اړه خبرې وکړې. دوی په افغانستان کې د دغه شرکت د ۱۵ کلونو د فعالیتونو په اړه د دغه وزارت اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
 
دوی افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه نومولی چې د نړیوالو شرکتونو او پانګوالو لپاره پکې د پانګونې ښه زمینه برابره ده.
 
د MTN مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه شرکت له اسیا څخه د افریقا لویې وچې ته د خپلې سوداګرۍ او پانګونې د لېږدولو په موخه په ۲۰۲۰ کال کې د دغه شرکت د لېږد بهیر پیل کړی، چې د (MTN) ونډه یې بشپړه شوې او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د هرې بهرنۍ پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.
 
د وزارت اداري مرستیال د مخابراتو په برخه کې د MTN د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ او مخابراتي شبکو په برخه کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي.
 


د مطلب کود: 268269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268269/حکومت-د-مخابراتو-او-ټکنالوژۍ-په-سکتور-کې-پانګونې-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com