کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې ۴۹۱ ناقانونه افغان کډوال ایستلي دي

21 حمل 1402 ساعت 14:33

د ترکیې حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد د ناقانونه کډوالو د نیولو او شړلو د بهیر په دوام کې ۴۹۱ تنه افغان اتباع چې د اوسېدو له اجازې پرته له دغه هېواده ایستلي دي.


آوا - کابل: د اناتولیا خبری آژانس د راپور له مخې، د ترکیې حکومت ویلی چې ۱۸۷۲ نور ناقانونه کډوال یې له هېواده ایستلی دی.
 
دغه شمېر کډوال له ۱۱ څخه تر ۱۷ میاشتو پورې له ترکیې څخه ایستل شوي دي.
 
په ورته وخت کې د ترکیې د مهاجرینو ریاست ویلي: په شړل شویو کسانو کې ۴۹۱ افغانان، ۴۱ پاکستانیان او ۱۳۴۰ د نورو هیوادونو اتباع شامل دي.
 
دې ادارې همداراز اعلان کړی، چې له ۱۱ څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې یې په ټول هېواد کې ۲۴۹۲ ناقانونه کډوال نیولي، چې ۱،۱۹ افغانان، ۵۷ پاکستانیان او ۱۴۱۶ یې د نورو هېوادونو اتباع دي.
 
د دغې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د اګست تر ۱۷ مې نېټې پورې د اخراج شویو مهاجرو ټولټال شمېر ۲۷۹۰۰ ته رسېدلی دی.
 
له بلې خوا د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې، د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه ١٣٨ افغان کډوال افغانستان ته ولېږدول شول او د يکشنبې په ورځ د اريانا هوايي شرکت له لارې ٢٢٧ نور افغان کډوال د ترکيې له "اګري" ښار څخه افغانستان ته ولېږدول شول.
 
ترکيې له دغه هېواده د افغان اتباعو د شړلو لامل د استوګنې د کره اسنادو نه لرل په ګوته کړي دي. ترکیې تر دې وړاندې هم سلګونه افغان کډوال ایستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 268245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268245/ترکیې-۴۹۱-ناقانونه-افغان-کډوال-ایستلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com