کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز کې د داعش پر پټنځای برید؛ دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول او يو بل ونيول شو

20 حمل 1402 ساعت 12:30

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د اسلامي امارت د ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.


آوا: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتی حبیب الله الهام د آوا خبریال ته دغه خبر تائید کړ، چې نن سهار (حمل ۲۰) د نیمروز ولایت په سیدآباد ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.
 
خبرپاڼه زياته کړي: دغې نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسله وال خوارج ووژل شول او يو بل يې ژوندى ونيول شو.
 
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
 
د هغه په ​​وينا، امنيتي ځواکونو په دې پوځي عملياتو کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په نهمه او یولسمې ناحیو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل او د دغې ډلې غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
 


د مطلب کود: 268187

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268187/په-نیمروز-کې-د-داعش-پر-پټنځای-برید-دوه-تنه-وسله-وال-ووژل-شول-او-يو-بل-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com