کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ایران ترمنځ هر کال له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته سوداګري کېږي

19 حمل 1402 ساعت 11:16

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.


آوا - کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په وینا، د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګری څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږی.
 
د دوی په وینا، د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ترانزیت له لارې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې تمایل هم ورځ په ورځ پراخیږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی چې ایران په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک دی.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم ویلي، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅه کوي.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو کلونو کې له افغانستان سره ژورې سوداګریزې، کلتوري او سیاسي اړیکې لري.
 


د مطلب کود: 268112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268112/د-افغانستان-او-ایران-ترمنځ-کال-له-یو-میلیارد-ډالرو-څخه-زیاته-سوداګري-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com