په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ په هڅو د جمعې په ورځ د دغه هېواد ۲۰۸ اتباع د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.
د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه د دغه هیواد څه باندې ۲۰۸ اتباع خوشي شول
19 حمل 1402 ساعت 11:12
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ په هڅو د جمعې په ورځ د دغه هېواد ۲۰۸ اتباع د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.
آوا - کابل: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه هېواد ۲۰۸ اتباع د جمعې په ورځ د اګست په ۱۸ مه د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ازاد شول.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې تر دوه زره زیات افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته را انتقال شوي دي.
د مطلب کود: 268110