کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۷ سلنه زیات شوي

18 حمل 1402 ساعت 13:02

د پاکستان دولتي بانک اعلان کړی چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله په تېرو اتو میاشتو کې ۱۷،۲ سلنه ډېر شوي دي.


آوا: د پاکستان دولتي بانک اعلان کړی چې د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان د مالونو صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷،۲ سلنه زیات شوي دي.
 
پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه بانک د راپور له مخې، د روان کال د جولای او فبرورۍ په میاشتو کې افغانستان ته ټولټال ۳۴۶.۵۲۲ میلیونه ډالره صادرات شوي چې د تېر کال له جولای څخه تر فبروري میاشتو کې ۲۹۶.۱۰۹ میلیونه ډالره صادر شوي وو. چې ۱۷.۲ سلنه وده ښيي.
 
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې موده کې له افغانستان څخه پاکستان ته د تېر کال د ۱۱۹ میلیونه او ۳۲۸ میلیونه ډالرو په پرتله ۱۳ میلیونه او ۵۴۰ زره ډالره واردات ثبت شوي، چې په تېره یوه میاشت کې ۸۸،۶۵ سلنه کموالی ښيي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو له مخې په تېرو اتو میاشتو کې نورو هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۹.۶۵ سلنه کم شوي دي.
 
پاکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او افغانستان د خپلو توکو یوه برخه له دغه هیواد څخه واردوي او یا صادروي.


د مطلب کود: 268069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268069/افغانستان-ته-د-پاکستان-صادرات-۱۷-سلنه-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com