کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په څو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

17 حمل 1402 ساعت 12:37

د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د اړولو د کمپاین په دوام کې وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کونړ، لغمان، زابل، ننګرهار، فاریاب او بغلان ولایتونو کې څه باندې ۱۱۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې د هېواد په ۶ ولایتونو کې له ۱۱۵ جریبه زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه، د شیګل او چپه کنړ په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه، د زابل په شهر صفا، اټغر او شینکۍ ولسوالیو کې ۲۰ جریبه او ۱۵ جریبه ځمکه د الینګار ولسوالۍ، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې ۴۰۰ متره مربع ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د فاریاب ولایت په خانجان بغلان او ګرزیوان ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې پاکې کړې دي.
 
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مسوولينو له خوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
 
په افغانستان کې د کوکنارو د اړولو کمپاین په داسې حال کې پیلیږي چې د اسلامي امارت مشر په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.
 
بايد يادونه وشي چې د تېر حکومت پر مهال د نړۍ تر ټولو ډېر نشه يي توکي په افغانستان کې توليدېدل. خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې تولیدات کم شوي دي.
 


د مطلب کود: 268032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268032/د-افغانستان-په-څو-ولایتونو-کې-څه-باندې-۱۱۵-جریبه-ځمکه-کوکنارو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com