کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي

17 حمل 1402 ساعت 12:34

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د شنبې په ورځ د حمل پر ۱۹مه به د لیلام له لارې (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (پنجشنبه، حمل ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له وړو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دغه بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 


د مطلب کود: 268031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268031/د-افغانستان-مرکزي-بانک-۱۵-میلیونه-ډالره-لیلام-کوي

آوا
  https://www.avapress.com