کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي دي

15 حمل 1402 ساعت 14:47

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې تېر کال یې په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي، دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې یې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو کسانو سره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن (سه شنبه، حمل ۱۵) په خپل ټوېټ کې ویلی، چې د توزیع شویو اوړو ۳۵ سلنه په ټول هېواد کې له ۲۰ ډېرو سوداګریزو مالونو څخه ترلاسه شوی دی.
 
WFP زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یې په هلمند کې له یوې سوداګریزې کارخانې څخه د اوړو اخیستل پیل کړي دي.
 
دغه خپرونه وايي، تېر کال دې ادارې په افغانستان کې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو کسانو سره مرسته کړې وه.
 
سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، تر اوسه د غوښتل شویو مرستو پنځه سلنه کمه شوې ده.
 


د مطلب کود: 267932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267932/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-تېر-کال-په-افغانستان-کې-۸۶۰-زره-ټنه-اوړه-وېشلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com