کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سختو اورښتونو له امله د غور-کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده

14 حمل 1402 ساعت 12:34

په غور ولایت کې د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړی، چې د سختو اورښتونو له امله د غور کابل لویه لار د کوتل "بک" په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، دغه لویه لاره له تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، شپږ مسافر وړونکي موټر له لسګونو مسافرو سره په خټو کې بند پاتې دي.
 
سرچينې وايي، د کوتل بېک سيمه هم د واورې ښويېدنې شاهده ده.
 
دغه کوتل د باميانو په يکاولنګ کې له غور سره په سرحدي سيمه کې موقعيت لري او تل په ژمي کې د سختو واورو ورېدو له امله تړل کېږي.
 


د مطلب کود: 267844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267844/د-سختو-اورښتونو-له-امله-غور-کابل-لويه-لار-ترافيکو-پرمخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com