کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هغه کس چې یو ټکسي چلوونکی یې وهلی و، ونیول شو

14 حمل 1402 ساعت 10:05

په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت امنیتي مسؤلین وايي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر یو تن کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلوونکی یې وهلی.


آوا: بلخ کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند آصف وزیري د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې دغه کس د قانون منګولو ته سپارل شوی چې د دغه ریاست له پالیسۍ څخه یې سرغړونه کړې وه.
 
په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې، دا کارمند لیدل کیږي چې یو ټکسي چلوونکی په دې تور وهلی چې په خپل موټر کې پرته له حجابه یوه ښځه سپاره کړي.
 
په همدې حال کې د دې ټکسي په دوهمه صحنه کې یوه ښځه چې له یوه ماشوم سره ناسته ده ښودل کېږي چې د دې پېښې پر مهال له موټر څخه وځي.
 


د مطلب کود: 267824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267824/هغه-کس-چې-یو-ټکسي-چلوونکی-یې-وهلی-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com