کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

13 حمل 1402 ساعت 13:35

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره په پوله کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په کاروان باندې د ترهګرو د حملې په نتیجه کښې د دغه هېواد څلور پوځیان وژل شوی دی.


آوا - کابل: د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان پوځی ځواکونه د بلوچستان ایالت د کیچ ښار په جلګی سرحدی سیمه کې په ورځنۍ ګزمه بوخت وو چې د وسله والو له خوا پرې برید وشو.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
 
د پاکستان پوځ وویل، "د ترهګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه سرحدي کاروان برید وکړ چې د ایران او پاکستان په پوله کې ګزمې کوي."
 
د دغه بیان له مخې پاکستاني چارواکي له ایراني چارواکو سره تماسونه او خبرې کوي څو په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخه ونیول شي.
 
پاکستان او ایران ۹۵۹ کیلومتره ګډه پوله لري او له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ورته ګڼې امنیتي پېښې شوې دي.


د مطلب کود: 267787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267787/له-ایران-سره-پولې-ته-څېرمه-څلور-پاکستاني-پوځیان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com