کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران اسلامي جمهوریت شل تنه افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل

12 حمل 1402 ساعت 14:42

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازی په نیمروز کې وايي، چې د ایران له زاهدان زندان څخه د «شاګردانو، علماوو او عامو خلکو په ګډون شل تنه» خوشې او اسلامي امارت ته وسپارل شول.


آوا - کابل: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغانان له خوشي کیدو وروسته په زرنج ښار کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازي ته وسپارل شول.
 
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل، چې دغه کسان يې له دې امله نيولي، چې قانوني اسناد يې نه درلودل او د ايران په زاهدان ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مسوولينو د هڅو په پايله کې دغه کسان آزاد شوي.
 
نوموړي همدا راز د مهاجرت نړیوال سازمان ته د خوشي شویو افغانانو د ورپیژندلو اعلان هم کړی دی، څو د مرستې ترلاسه کولو لپاره یې مرسته وکړي.
 
په دې وروستیو اونیو کې په سلګونو افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو راخوشې او اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.


د مطلب کود: 267748

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/267748/د-ایران-اسلامي-جمهوریت-شل-تنه-افغان-بندیان-امارت-ته-وسپارل

آوا
  https://www.avapress.net