کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه چاودنه کې ۱۰ پاکستاني پولیس مړه او ژوبل شول

10 حمل 1402 ساعت 9:58

په یوه چاودنه کې د یوه لوړ پوړي پولیس افسر په ګډون ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.


آوا: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه نن سهار (پنجشنبه، حمل ۱۰) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په لکیمروت سیمه کې شوې ده.
 
د راپورونو له مخې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځیانو یو موټر د سړک د غاړې په یوه ماین وربرابر شو.
 
د دې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه شپږ پولیس ټپیان شول.
 
تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی دی.
 
باید وویل شي، چې د دغه هېواد له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
 
په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګڼو بریدونو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
 


د مطلب کود: 267628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267628/په-یوه-چاودنه-کې-۱۰-پاکستاني-پولیس-مړه-او-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.com