کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف کې د رابعه بلخي راډيو له يو کال ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه

7 حمل 1402 ساعت 12:39

رابعه بلخي راډیو چې تېر کال د برېښنا د پرې کېدو له امله بنده شوې وه، بېرته فعالیت پیل کړ. د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي، د رابعه بلخي راډيو بيا پيلېدل له رسنيو او خبريالانو د اسلامي امارت د ملاتړ څرګندونه کوي.


آوا - کابل: رابعه بلخي راډیو په بلخ ولایت کې د ښځو لومړنۍ راډیو ده چې له یو کلن ځنډ وروسته یې په مزارشریف ښار کې خپلې خپرونې بیا پیل کړې.
 
دغه راډيو چې تېر کال د شارټ سرکټ له امله اور لګېدلې وه، دا ځل يې په نويو وسايلو فعاليت پيل کړى دى.
 
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ذبيح الله نوراني وايي، د دې راډيو تازه فعاليت له رسنيو او خبريالانو د اسلامي امارت د ملاتړ څرګندونه کوي. «له نېکه مرغه موږ وکولای شو چې د دې راډیو لپاره ټول وسایل واخلو او راډیو فعاله کړو. دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې په مزارشریف کې یوه راډیو بیا فعاله شوه».
 
نوراني زياته کړه، چې د دې راډيو په فعالولو کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه، د يوناما دفتر او د بلخ ولايتي اداره ونډه لري.
 
د دې راډيو مسووله شکېبا موحد وايي، چې د دې راډيو د ١١ کارکوونکو په مرسته يې خپرونې بيا پيل کړې دي.
 
دغه راز د هېواد په شمال کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې د جندر مسوول زهرا شمس هم وايي چې له دې راډيو سره مالي مرسته د ښځينه خبريالانو د ملاتړ په هدف شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې رابعه بلخي راډيو د افغانستان په شمال کې د لومړۍ مېرمنې راډيو په توګه د ٢٠٠٣ زېږديز کال د مارچ په نهمه په مزارشريف ښار کې په فعاليت پيل وکړ.
 


د مطلب کود: 267445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267445/په-مزارشريف-کې-د-رابعه-بلخي-راډيو-له-يو-کال-ځنډ-وروسته-بېرته-فعاله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com