د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو په بلخ کې د دغې ډلې د دوهم کس په ګډون د داعش ترهګرې ډلې درې مهم غړي وژلي دي.
د داعش خراسان ډلې دوهم کس ووژل شو
7 حمل 1402 ساعت 10:26
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو په بلخ کې د دغې ډلې د دوهم کس په ګډون د داعش ترهګرې ډلې درې مهم غړي وژلي دي.
آوا - کابل: د استخباراتو عمومي ریاست په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې دغه کسان د بلخ ولایت په پنځمه، اتمه او لسمه ناحیو کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته وژل شوي دي.
د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د دې عملیاتو په پایله کې د داعش خراسان پخوانی والي او د دوهم نمبر مرستیال مولوي ضیاالدین چې په مولوي ضیاءالدین مشهور دی، د داعش د شورا غړی ابو عمر افریدي وژل شوی دی. د دې ډلې او سلمان تاجکستاني، چې د داعش د پوځي روزنې یو له مسوولینو څخه وو، وژل شوي دي.
د استخباراتو ریاست وايي، دغو کسانو د بلخ د پخواني والي "محمد داوود مزمل" په دفتر کې په چاودنه کې لاس درلود.
د مطلب کود: 267431