د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د ستونزو د هواري لپاره د نوي پلان د جوړولو اعلان وکړ.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د بې ځایه شویو د راستنیدو لپاره نوی پلان جوړ کړی دی
6 حمل 1402 ساعت 9:34
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د ستونزو د هواري لپاره د نوي پلان د جوړولو اعلان وکړ.
آوا - کابل: ښاغلی حقانی وایی چې په ۱۴۰۲ کال کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لپاره یو پلان جوړ شوی چې پر اساس به یې راستنېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شی.
هغه وویل، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې په ۱۴۰۲ کال کې راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
حقاني فراه ته د خپل سفر د هدف په اړه هم وويل: دا سفر د فراه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د رياست او د دغه ولايت د خلکو د ستونزو، اړتياوو او ننګونو د هر اړخيزې څېړنې په موخه دى.
ده زياته کړه: د فراه خلک د وچکالۍ او د وروستۍ سړې څپې له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او بايد خيريه موسسې او نړيوالې مرستندويه موسسې له دوى سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد كې د سلګونو زرو كډوالو ترڅنګ په هېواد كې په زرګونو داخلي بې ځايه شوي كسان هم شته، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د مطلب کود: 267354