آوا - کابل: د پاکستان د کرکټ لوبډلې د لوبې په شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه.
بل خوا افغان لوبډلې په ۱۸م اوور کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۹۸ منډې یې وکړې. په دې توګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
د پاکستان پر وړاندې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې بریا د اسلامي امارت مسوولین او د ټولنې بېلابېلې طبقې خوښي کړې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټ کې د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلې ده.
خو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي هم په یوه ټوېټ کې لیکلي؛ "شکر خدایه! د افغانستان د کرکټ ټیم د پاکستان ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونه مخکې دوه نورې شل اوریزې لوبې لري.