د بلخ د پولیسو ویاند وايي چې تیره شپه (کب ۲۶) په عملیاتو کې د داعش درې پټنځایونه له منځه وړل شوي او د دغې ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند: په مزار شریف کې د داعش ۵ غړي وژل شوي دي
27 حوت 1401 ساعت 13:19
د بلخ د پولیسو ویاند وايي چې تیره شپه (کب ۲۶) په عملیاتو کې د داعش درې پټنځایونه له منځه وړل شوي او د دغې ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
آوا: د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري وايي، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې د بلخ ولایت د مرکز اړوند د پنځمه، اتمه او لسمه ناحيه د ځانګړو کشفي قطعاتو له خوا ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د داعش درې پټنځايونه له منځه وړل شوي او د هغوى پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې په دې عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ده زیاته کړه چې په دې نښته کې د استخباراتو یو کارکوونکی هم ټپي شوی دی.
دا عملیات په داسې حال کې شوي، چې په تېرو دوو اونیو کې داعش په بلخ کې د داعش د والي د وژلو او په مزارشریف کې د تبیان په مرکز او د آوا خبري آژانس پر دفتر د برید مسئولیت منلی دی.
د مطلب کود: 267092