آوا: په مزارشریف کې د تبیان مرکز او آوا خبری آژانس د نمایندګۍ په دفتر کې د تروریستی چاودنې په اړه د پراخو غبرګونونو په دوام؛ ذبیح الله نورانی؛ د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس پرون جمعه د کب په ۲۶مه په خپل ټويټر کې ليکلي، چې په بلخ کې پر خبريالانو او عامو وګړو بريد يو جنايت دی او په کلکه يې غندو او دا بريد د اسلام د دښمنانو کار ګڼو.
ښاغلي نوراني زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د برید ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.
د هغه په وينا، د ټپيانو د درملنې ټول بهير وخت په وخت د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا څېړل شوى او نږدې ټول خبريالان يا خو روغ شوي او يا هم د رغېدو په حال کې دي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس هم له امنيتي او روغتيايي مسئولينو مننه وکړه، چې د ټپيانو درملنه يې کړې او د ټپيانو د روغتيا په برخه کې يې همکاري کړې ده.
د کب په ۲۰ مه د شنبې په ورځ د آوا خبري آژانس او تبیان مرکز د نمایندګۍ په دفتر کې د یوه کلتوري کنفرانس او د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې یوه تروریستي چاودنه وشوه. په دې پېښه کې د آوا خبري اژانس د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه شهید او د څو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
دغه بزدلانه برید د افغانستان د خلکو، د اسلامي امارت د چارواکو، د کلتوري او رسنیو د خلکو، د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، د نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو له پراخ غبرګون سره مخ شو.