آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان نن پنجشنبه د کب په ۲۵مه د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په تېر یوه کال کې له یو میلیون څخه زیات افغانان بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
حقاني زياته کړه چې هېواد ته له راستنو شويو کډوالو سره نغدي مرستې وشوې او ډېرى يې د دغه وزارت او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
دمهاجرينو د چارو وزارت وياند زياتوي چې دغه کسان په بيلابيلو ولايتونو کې ددغه وزارت رييسانو ته معرفي شوي دي او وخت په وخت له دوى سره دمرستندويه بنسټونو په همکارۍ هراړخيزه مرسته کيږي.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان په پرتله د سیمې او بهر هیوادونو کې د مهاجرینو ستونزې ډیرې دي، نو له همدې امله له ټولو مهاجرینو څخه غواړي چې بیرته هیواد ته راستانه شي.
د کډوالو چارو وزارت د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شمېرو له مخې له ایران څخه د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۸۸۰ تنه هېواد ته راستانه شوي چې له دې جملې څخه ۲۳۰ تنه یې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته د مرستې رسولو لپاره معرفي شوي دي. .
په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو څخه ۱۷۳ ښځو او ۹۷ تنو نارینه وو د دې موسسې تر مدیریت لاندې د خیاطۍ ۵ میاشتنی روزنیز کورس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ډېری وګړي د بې وزلۍ او لوږې په څېر د ستونزو له امله مهاجرت کوي او همدا اوس په ميليونونو افغانان ګاونډيو هېوادونو، سيمې او اضافي سيمې ته کډوال شوي دي.