کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روح الله نیکپا په ویاړ په کابل کې د تکواندو آزادۍ سیالۍ پیل شوې

25 حوت 1401 ساعت 10:29

د تکواندو ملي فدراسیون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په کابل کې د روح الله نیکپا په ویاړ د آزادو تکواندو سیالیو دریم پړاو پیل کړ.


آوا: د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تکواندو ملي فدراسیون به د روح الله نیکپا د اولمپيک په نړيوالو سياليو کې د لومړي مډال گټونکي په ویاړ په کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د آزادۍ سیالیو دریم پړاو ترسره کړي.
 
دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او د ننګرهار، پکتيا، هرات، کابل، فراه، غزني، جوزجان، تخار، پروان، کاپيسا او بلخ ولايتونو ورزشکارانو په کې برخه واخلي
 
د تکواندو افغان لوبغاړی روح الله نیکپا چې د لومړي ځل لپاره یې د المپیک په نړیوالو سیالیو کې او د هسپانیا له خوان آنتونیو راموس سره په حساسه سیالۍ کې په دې وتوانید چې په دې سیالیو کې د افغانستان لومړنی مډال وګټي.
 
له دې وروسته دا درېیم ځل دی چې په افغانستان کې د تکواندو د ازادۍ سیالۍ د ده په نوم او ویاړ پیلېږي.
 


د مطلب کود: 267015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267015/د-روح-الله-نیکپا-په-ویاړ-کابل-کې-تکواندو-آزادۍ-سیالۍ-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com