کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګډو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

23 حوت 1401 ساعت 16:00

د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان له عمومي منشي ایمانقلي تاسماگامبتوف سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت، د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د نړیوالو فعالیتونو د پراختیا او د پوځي تجهیزاتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.


آوا - کابل: د تاجکستان د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې، دغه غونډه پرون (دوشنبه، کب ۲۲) د تاجکستان په پلازمینه دوسنبه کې جوړه شوه.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سياسي همکاريو د پياوړتيا، د امنيتي تړون د سازمان د نړيوالو فعاليتونو د پراختيا او د پوځي او اقتصادي همکاريو د زياتولو په باب خبرې وکړې.
 
د تاجکستان ولسمشر او د ډله ییز امنیت د تړون سرمنشي هم له ترهګرۍ، افراطیت، د نشه يي توکو قاچاق او سایبري جرمونو په ګډون له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هر اړخیزو کارونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
 


د مطلب کود: 266949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266949/د-ګډو-امنیتي-تړونونو-سازمان-سرمنشي-تاجکستان-له-ولسمشر-سره-افغانستان-پر-وضعیت-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com