کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوی عبدالکبیر: افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. د دایکندي د خلکو ستونزې به تعقیب شي

19 حوت 1401 ساعت 17:00

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ښار او کور جوړونې وزارت له مرستيال کريمي بامياني سره په کتنه کې وويل چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دى او د دایکنډي خلک له اړوندو چارواکو سره لیده کاته وکړل او دهغو ستونزو يي واوریدلی.


آوا: رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (حوت ۱۹) د ښار او کور جوړونې وزارت له مرستیال کریمي بامیاني سره وکتل.
 
دبهرنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې کريمي بامياني دښار او کور جوړونې وزارت دپروژو او چارو دګزارش دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل: چې اسلامي امارت د افغانستان د شیعه ګانو ملاتړ کوي.
 
دغه راز په دې کتنه کې جنرال صداقت هم داسلامي امارت له حکومت څخه د ملاتړ په ترڅ کې د دايکنډي ولايت دخلکو ستونزې مطرح کړې او ددغو ستونزو دحل کولو غوښتنه يې وکړه .
 
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او حکومت له تبعیض پرته ټولو ته خدمت کوي.
 
مولوي عبدالکبیر هم ډاډ ورکړ، چې د دایکندي ولایت د خلکو ستونزې به د حکومت له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.


د مطلب کود: 266730

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266730/مولوی-عبدالکبیر-افغانستان-د-ټولو-قومونو-ګډ-کور-دی-دایکندي-خلکو-ستونزې-تعقیب-شي

آوا
  https://www.avapress.com