کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین دولتي شرکت د افغانستان په زیربنایي برخو کې پانګونه کوي

18 حوت 1401 ساعت 12:22

د چین د یوه دولتي شرکت یوه لوړ پوړي پلاوي په چین کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې په افغانستان کې د ریل پټلۍ، هوايي ډګرونو، لویو لارو او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ.


آوا - کابل: په چین کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د چین دولتي شرکت "China Railway Construction" په افغانستان کې په بیلابیلو زیربنایي برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
 
په چین کې د افغانستان سفارت وايي چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دغه شرکت یو پلاوی به له اړوندو څانګو سره د مفصلو خبرو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم چینايي چارواکو په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو په بشپړولو او پیلولو کې خپله همکاري څرګنده کړې ده.
 


د مطلب کود: 266671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266671/د-چین-دولتي-شرکت-افغانستان-په-زیربنایي-برخو-کې-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com