کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خاصو استازو غونډه

17 حوت 1401 ساعت 11:52

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خاصو استازو غونډه پرون سه شنبه د حوت په ۱۶ مه په تاشکند کې جوړه شوه چې په افغانستان کې د اوسنیو پرمختګونو او په دغه هېواد کې د حالاتو د تنظیمولو لپاره د ښکېلو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د ارزونې په موخه جوړه شوه. په ورته وخت کې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوې غونډه هم جوړه شي.


آوا: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (سه شنبه د حوت ۱۶ مه) اعلان وکړ چې د تاشکند لومړۍ غونډه د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون جوړه شوه.
 
په دې کتنه کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو، د هېواد د حالاتو د تنظيم او د اوږدمهالې سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د دواړو لورو د متقابلو همکاريو او دغه راز د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په باب خبرې اترې وشي.
 
په همدې حال کې د روان کال د اسد په میاشت کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (چهارشنبه د حوت ۱۷مه) د افغانستان په اړه غونډه کوي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وینا وکړي.
 
تمه ده چې په افغانستان کې بشري ناورین او د بشري حقونو وضعیت به د نننۍ غونډې د بحث تمرکز وي.


د مطلب کود: 266626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266626/په-تاشکند-کې-د-افغانستان-ګاونډیو-هېوادونو-خاصو-استازو-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com