کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې د يوه ښوونځي او ټولنيز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

15 حوت 1401 ساعت 17:03

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر په مالي همکارۍ د نجونو د یوه ښوونځي او د ځوانانو لپاره د یوه ټولنیز مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن دوشنبه د حوت په ۱۵ مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د «سنګر د دوولسم ټولګي د نجونو ښوونځی» په دوو پوړونو کې د راستنیدونکو ماشومانو لپاره او د ټولنیز مرکز د ترمیم چارې پیل شوې. په ګلینګار ولسوالۍ کې د ۵ لکه او ۵۲ زره او ۶۱۹ ډالرو په لګښت د ځوانانو د استفادې لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر په مرسته د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د یوه کال په موده کې جوړیږي.
 
د مهاجرینو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د چارواکو او د مرستندویه ادارو له خوا شریکې شوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په خوست ولايت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي پرانيستل شول.


د مطلب کود: 266558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266558/په-لغمان-کې-د-يوه-ښوونځي-او-ټولنيز-مرکز-بنسټ-ډبره-کېښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com