کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سبا د جمعې په لمانځه کې به د جوماتونو مبلغین د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په مقام باندي خبرې وکړئ

11 حوت 1401 ساعت 14:43

د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د لارښوونې او انسجام د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د صحابه کرامو د مقام په اړه خبرې وکړي.


آوا: د کابل ښار او د هیواد د ولایتونو د جوماتونو ټولو ملاامامانو ته خبر ورکول کیږي، چې سبا جمعه د حوت د میاشتې دولسمه نیټه، په خپلو خبرو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو د مقام او مرتبې په اړه خبرې وکړئ.
 
تر دې مخکې د حج او اوقافو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو: د هېواد د ټولو جوماتونو د امامانو او خطیبانو لپاره ګډه خطبه ترتیب شوې ده چې د خطبې اساسات، دودونه او آداب په کې مراعات شوي دي. د افغانستان د اسلامي امارت د مصوبې له خوا تصویب شوی د هیواد د ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته لازمه ده چې د جمعې په ورځ د دې خطبې په لوستلو سره اتحاد او اتفاق څرګند کړي.
 


د مطلب کود: 266345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266345/د-سبا-جمعې-په-لمانځه-کې-جوماتونو-مبلغین-رسول-الله-صلی-علیه-وسلم-صحابه-کرامو-مقام-باندي-خبرې-وکړئ

آوا
  https://www.avapress.com