کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو

10 حوت 1401 ساعت 15:53

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست اعلان کړی، چې د انلاین فارم لرونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر نن (چهارشنبه، کب ۱۰) پیل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست نن چهارشنبه (چهارشنبه، کب ۱۰) په کابل کې د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل کړ.
 
تر دې وړاندې د پاسپورټ ادارې مسئولینو ویلي وو، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به د چهارشنبې په ورځ (کب ۱۰) بیا پیل شي.
 
د دې دفتر آنلاین خدمات اوس مهال له ننګونو سره مخ دي.
 
اوس مهال، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راجستریشن او د ملاقات وخت د ویب پاڼې له لارې ترسره کیږي.
 
د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، چې د پاسپورټ دفتر ویب پاڼه نه شته او یا یې پرانستل ستونزمن دي.
 
د غوښتونکو په وينا، يو شمېر يې شاوخوا يو کال وړاندې نوم ليکنه کړې وه؛ خو تر اوسه د پاسپورټونو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي او نه یې درک معلوم دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له زمري مياشتې راهيسې د پاسپورټونو د ثبت او وېش لړۍ درول شوې وه.
 


د مطلب کود: 266314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266314/په-کابل-کې-د-پاسپورټ-وېش-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com