کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې له نږدې ۳۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

10 حوت 1401 ساعت 13:33

د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په قر، جلریز، بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې له ۳۲۶۵ کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له ۵۱۳ بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د (DRC) موسسې لخوا نغدي مرسته وشوه.
 
د وردګو ولایت د رسنیو دفتر په ټویټر پاڼه کې راغلي چې دغه مرسته ۱۴میلیونه او ۸۷۷  زره افغانۍ وه او هرې اړي کورنۍ ته ۲۹ زره افغانۍ وویشل شوې.
 
د ميدان وردګو ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي فيض الله جلالي له مرستندويه موسسو او بنسټونو وغوښتل، چې د دغه ولايت د خلکو اقتصاد کمزورى دى، نو له همدې امله بايد مرستندويه بنسټونه د دغه ولايت له خلکو سره خپلې مرستې زياتې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د يادې ادارې له لوري په تېرو دوو مياشتو کې د دې ولايت په څلورو ولسواليو کې له ٣٢٦٥ اړمنو او بې وزلو کورنيو سره نغدي مرسته شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد ډېرى اوسېدونکي پر خلکو د مرستو له غير عادلانه وېش څخه شکايت کوي او له نړيوالې ټولنې هم غواړي، چې خپلې مرستې زياتې کړي.
 


د مطلب کود: 266292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266292/د-میدان-وردګو-ولایت-په-څلورو-ولسوالیو-کې-له-نږدې-۳۳۰۰-کورنیو-سره-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com