کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې ۱۵ پرمختیايي پروژې تر کار لاندې دي

10 حوت 1401 ساعت 12:46

کابل ښاروالۍ وايي، چې د روان کال له پيله يې په کابل ښار کې د ١٨١ لويو او وړو پراختيايي پروژو د ترسره کولو ژمنه کړې، چې ډېرى يې بشپړ شوي او دا مهال په پلازمينه کې تر ١٥ زياتې پروژې تر کار لاندې دي.


آوا: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل: کابل ښاروالۍ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۸۱ پراختیایی پروژې ترسره کړی چې ډیری یې بشپړې شوی دی.
 
بارکزي زیاته کړه، چې دا مهال په کابل کې تر ۱۵ ډېرې لویې او وړې پرمختیايي پروژې روانې دي
 
بارکزي که څه هم د راتلونکي کال د بشپړو شويو پروژو او پلانونو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې په راتلونکو ورځو کې به د يوې خبري ناستې پر مهال د ١٤٠٢ کال د خپلو پلانونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
 
بارکزۍ په داسې حال کې د ۱۸۱ پروژو د عملي کېدو خبر ورکوي، چې واشنګټن پوسټ په تېرو څو ورځو کې ویلي، چې کابل ښاروالۍ له ډېرو کمو اسانتیاوو سره د ښار په څېره بدله کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې که څه هم کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې ګڼې پرمختيايي پروژې تر سره کړي، خو د پلازمېنې په ښار کې ډېری پلورونکي د دې ادارې له لوري د جوړو شويو پلورنځيو د کرايې له لوړوالي شکايت کوي.
 


د مطلب کود: 266286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266286/په-کابل-ښار-کې-۱۵-پرمختیايي-پروژې-تر-کار-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com