د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته؛ بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده
10 حوت 1401 ساعت 12:16
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته؛ بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر یو نیم کال کې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته ډېره لېوالتیا ښودلې ده.
د دې اعلان پر بنسټ؛ په دې موده کې سترو بهرنیو شرکتونو د لس میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
خبرپاڼه زياته کړي چې تراوسه پورې له دې پيسو څخه د دوه ملياردو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک شوى چې په هغو کې د کانونو استخراج او پروسس، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو وړاندې کول او د صنعتي پارکونو جوړول شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې ډېر ژر به د ګمرکونو د عصري کولو او نورو چارو قرارداد له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شي.
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو شرکتونو؛ کانونو، کرنې، برېښنا، ترانسپورت او نورو کوچنیو کاروبارونو کې پانګونې ته لېواله دي.
د اعلامیې په حواله؛ هغه شرکتونه چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري په ګاونډیو هېوادونو، سیمه او لویدیځ کې د پانګونې تاریخ لري.
د مطلب کود: 266275