کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ د تړون لاسلیک؛ اسلامي امارت د ځوانانو د تعلیم او کارموندنې ملاتړ دي

9 حوت 1401 ساعت 15:12

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین د «د وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ د موافقتنامې د لاسلیک» په کنفرانس کې وویل چې اسلامي امارت د ځوانانو پرمختګ ته ژمن دی او د ځوانانو لپاره د کار موندنې او زده کړې پروګرامونو کې خپل ملاتړ اعلانوي.


آوا - کابل: په هغه غونډه کې چې نن سه شنبه د حوت ۹ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس رشید وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ځوانانو پرمختګ ته ژمن دی او تل یې د ځوانانو د کارموندنې او ښوونې او روزنې له پروګرامونو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
 
مولوي محمد یونس رشید زیاته کړه، د ځوانانو د وړاندیزونو او ستونزو د اورېدو په موخه مو ۱۷ ولایتونو ته سفرونه کړي او د دغه بهیر په ترڅ کې مو له زرګونو ځوانانو سره په شخصي توګه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او نظرونه تبادله کړي او نن مو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت دځوانانو دچارو معين دځوانانو لپاره دزده کړو دبرابرولو په لاره کې دخصوصي پوهنتونونو له نه ستړي کيدونکو همکاريو څخه ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې دغه وزارت له زرو څخه زياتو بې وزلو ځوانانو ته د زده کړې زمينه هم برابره کړې ده .
 
محمد یونس رشید دغه راز ټینګار وکړ چې د ځوانانو چارو وزارت به هڅه وکړي څو لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
په دې کتنه کې د خصوصي پوهنتونونو مسئولينو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو د معين د هلو ځلو قدرداني وکړه او له دغه وزير سره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د خصوصي پوهنتونونو او موسسو اتحادیې په دې وروستیو کې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د شمولیت پر کموالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې نه شي. د اقتصادي ستونزو له امله به تر ۴۰ زیاتې تعلیمي ادارې تړلې وي.
 


د مطلب کود: 266229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266229/د-دولت-او-خصوصي-پوهنتونونو-ترمنځ-همکارۍ-تړون-لاسلیک-اسلامي-امارت-ځوانانو-تعلیم-کارموندنې-ملاتړ-دي

آوا
  https://www.avapress.com