کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران ته د اوو نویو ډیپلوماټانو استول؛ فضل محمد حقاني په رسمي ډول په تهران کې د افغانستان د سفارت دنده په غاړه واخیسته

8 حوت 1401 ساعت 16:39

په ایران کې د افغانستان د سفارت نوی مشر فضل محمد حقاني له اوو نورو دیپلوماتانو سره یو ځای تهران ته ورسېد. نوموړي نن دوشنبه (کب ۸) رسماً په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو مسئولیت پر غاړه واخیست.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی نن دوشنبه د کب پر اتمه په یوه ټویټری پیغام کې لیکلی چې فضل محمد حقانی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی او له خپلو اوو دیپلوماتانو سره ایران ته تللی او په رسمي ډول یې په تهران کې د افغانستان د سفارت مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي هم ویلي، چې اووه تجربه لرونکي ډیپلوماتان له کابل څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته استول شوي چې په ایران کې د افغانستان د سفارت له نوي مشر فضل محمد حقاني سره کار وکړي. .
 
جلالي زياته کړه، چې دغه پرېکړه د سفارت د کار د ځنډېدو د مخنيوي په موخه شوې ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد هم رسنیو ته ویلي، چې د اسلامي امارت اوه دیپلوماټان نن سهار د کابل له هوايي ډګر څخه تهران ته روان شوي دي. هغه زياته کړه: "په ايران کې د مېشتو هېوادوالو په چارو کې د ستونزو او ځنډ د نه رامنځته کېدو په موخه، د بهرنيو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې، چې نن سهار په تهران کې د افغانستان سفارت ته اووه تجربه لرونکي ډيپلوماټان ولېږي."
 
د بهرنیو چارو وزارت دغه پرمختګ د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یو مهم او ګټور ګام بللی دی.
 


د مطلب کود: 266157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266157/ایران-ته-د-اوو-نویو-ډیپلوماټانو-استول-فضل-محمد-حقاني-په-رسمي-ډول-تهران-کې-افغانستان-سفارت-دنده-غاړه-واخیسته

آوا
  https://www.avapress.com